fbpx

د ژنیو ناسته د افغانستان لپاره ښه فرصت بولي

اروپايي ټولنه د ژنیو ناسته د افغانستان لپاره ښه فرصت بولي

اروپايي ټولنه وايي له افغانستان سره د همکارۍ او پراختیا هوکړه د دوو اړخیزو اړیکو په برخه کې مهم ګام بلل شوی دی

اروپايي ټولنه وايي د ژنیو ناسته چې ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ ترسره شي، د افغانستان لپاره مهم فرصت دی.

د اروپايي ټولنې د شورا د رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا شورا به یو ځل بیا سولې او امنیت ته د افغانستان د خلکو د رسیدو په پار خپلې ژمنې تازه کړي.

په خبرپاڼه کې له افغانستان سره د همکارۍ او پراختیا هوکړه د دوو اړخیزو اړیکو په برخه کې مهم ګام بلل شوی دی.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د روان کال د نومبر په ۲۷ او ۲۸ د وزیرانو په کچه نړیواله ناسته د سویس په ژنیو ښار کې ترسره شي.

Loading...