fbpx

ننګرهار کې د عملیاتو په مهال ۵۱ داعشیان وژل شوي دی

چارواکي وايي چې د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو۵۱ جنګیالي وژل شوي دي.

په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي او ځانګړو ځواکونو د هسکې مینې ولسوالی په اوغز کلی کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ۵۱ جنګیالي وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د داعشیانو یو شمېر مرکزونه او د وسلو زیرمه هم لمنځه تللي دي.

د داعشیانو پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.