fbpx

نن د ربیع الاول دوولسمه د مسلمانانو له خوا لمانځل کېږي

حضرت محمد (ص) د عبدالله زوی په ۵۷۰ میلادي کال کې او د ربیع الاول میاشتې په دوولسمه شاوخوا ۱۴۴۰ کلونه مخکې په مکه معظمه کې وزېږېد.

نن د ربیع الاول دوولسمه چې د حضرت محمد ص د میلاد له ورځې سره برابره ده، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو له خوا لمانځل کېږي.

د هغه مبارک مور بي بي امنه نومېده او د بني هاشم په قبیلې پورې یې تړاو درلود.

حضرت محمد (ص) په تورات او نورو اسماني کتابونو کې د «احمد» په نوم یاد شوی او مور یې هم مخکې له دې چې د عبدالمطلب له خوا پرې نوم کېښودل شي، د احمد په نوم یاداوه.

ډېری مسلمانان او اسلامي هېوادونو کې دغه ورځ لمانځل کېږي او د هغه پر زېږد ورځې باندې خوشحالۍ کوي، دغه مبارکه ورځ د قران کریم پر ختمونو، خیراتونو او صدقو سره لمانځي.  

له همدې امله او دې ورځې ته د درناوي په موخه په افغانستان کې عمومي رخصتي وي.

دیني عالمان په دې ورځ د حضرت محمد (ص) د ژوند او سیرت په اړه معلومات ورکوي او خلک د اسلام د دغه پیشوا د سنتو پیروۍ ته را بولي.

د اسلام ستر پیغمبر (ص) ۶۳ کاله ژوند وکړ او خپل امت یې د ښه ژوند په موخه د اسلام احکام بیان کړل.