fbpx

د ملا امامانو لپاره باید د کمپیوټر زده کړو زمینه برابره شي

ولسمشر غني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د مبارک میلاد ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د جوماتونو د ملا امامانو له پاره باید د کمپیوټر زده کړو زمینه برابره کړای شي.

ښاغلي غني د هېواد د ټولو ولایتونو حج او اوقافو ریاستونو ته دنده وسپارله، چې د ټولو جوماتونو د ملا امامانو له پاره د کمپوټر زده کړو زمینه برابره

ولسمشر غني د حج او اوقافو وزارت څخه هم غوښتنه وکړه، چې وروسته له دې د حج فریضي له پاره د دیني عالمانو او جوماتونو د ملا امامانو ونډه مشخصه کړي او دغه راز د حاجیانو له پاره ښوونکي هم د جوماتونو له ملا امامانو څخه په دنده وګماري.

ښاغلي غني د میلادي نبي ص د مبارې ورځې په وینا کې و ویل، چې د اسلام د ستر پیغمر تر راتګ وړاندې نړۍ د جهالت، تیارو او جګړو کې ډوب و چې د ژوغورنې لپاره یې الله ج نبي کریم ص راولېږه، تر څو د خلکو تر منځ د ورورولۍ، سولې، دوستۍ او محبت تخم وشندي، چې همداسې یې و هم کړل.

هغه زیاته کړه، چې نبوي سیرت موخه سوله، ورورولي، محبت، علم او پرمختګ دی او د نړۍ ټول مسلمانان اړ دي، چې د خپل پرمختګ او ارام ژوند له پاره د نبي کریم ص سیرت او کړنلاره تعقیب کړي.