fbpx

اميتاب بچن مسلمانانو ته د ميلاد النبيﷺ د ورځې مبارکي ورکړه

د هندي سينما نوموتي ستوري اميتاب بچن د اسلام د پېغمبر د زېږېدو په ورځ (ميلاد النبيﷺ) مسلمانانو ته مبارکي وويله.

نوموتي ستوري اميتاب بچن د تېر کال په څېر سږکال هم د ټولنيزو رسنيو په وېبپاڼو ټويټر او فېسبوک په يوه وخت د اسلام د پېغمبر حضرت محمدﷺ د زېږېدو په ورځ مسلمانانو ته مبارکي وويله.

پرون ورځ نوموړي يو ښکلى عکس خپور کړ او ورسره يې وليکل: (سبا عيد ميلاد النبيﷺ دى، زما له خوا تاسو ټولو ته ميلاد النبيﷺ مبارک.) همدا راز نوموړي په دې ورځ ټولو ته د مينې، سولې او خوشحالۍ پېغام هم ورکړ.

ياده دې وي چې اميتاب بچن مسلمانانو ته د ميلاد النبيﷺ د ورځې مبارکي ورکول هېڅ کله هم نه هېروي. تېر کال هم نوموړي په دې ورځ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ويلې وه.