fbpx

عاليه بټ: لا خو وړه يم، واده ته مې ډېر وخت شته

د هندي فلمونو نوموتې ستورې عاليه بټ وايي، چې زه خو ايله ٢٥ کلنه يم، لا خو وړه يم او واده ته مې لا ډېر وخت شته.

د هندي فلمونو د نوموتو ستورو دپيکا پاډوکون او رنوير سنګ د واده نه وروسته په هندي رسنيو کې د عاليه بټ او رنبير کپور د واده آوازې خپرې شوې دي، خو عاليه بټ د تازه بيان سره په هغه ټولو کسانو يخه اوبه واړولې، چې يې دا خبرونه جوړول چې ژر به دواړه واده وکړي.

دا هم ولولئ: نغمې رښتيا هم په دې عمر ماشوم زېږولى؟

عاليه بټ په خپل انسټاګرام باندې له خپلو مينه والو سره په ژوندۍ بڼه خبرې کولې، چې د مينه والو د بېلا بېلو پوښتنو ځوابونه يې ورکول، خو تر ټولو زياته چې کومه پوښتنه پوښتل کېده، هغه د عاليه بټ د واده په اړه وه. ډېرى مينه والو له عاليې دا پوښتنه کوله، چې هغه به د رنبير کپور سره کله واده کوي؟ خو عاليه بټ په دې اړه په خپل ځواب کې وويل، چې ټول کسان زما نه د واده په اړه ولې پوښتنې کوي، زه خو اوس ايله د ٢٥ کالو يم او ماته داسې ښکاري چې زه ډېره وړه يم او د واده لپاره لا ډېر وخت شته.

ياده دې وي چې په هندي رسنيو کې دا آوازې خپرېږي، چې عاليه بټ او رنبير کپور به راروان کال واده وکړي، خو د دواړو فلمي ستورو وروستي انځورونه چې خپاره شوي دي، له هغې داسې ښکاري چې د دواړو ترمنځ د مينې غځېدلى تار شکېدلى دى.