fbpx

٥ لوبغالي؛ چې ډېرې نړيوالې لوبې پکې ترسره شوي

ليکوال : ويپول ګپتا \ ژباړن : رحمت ديوان

د کرکټ نړيواله لوبه په يوه لوبغالي کې ترسره کېدل، وړه خبره نه ده، دا نه يواځې د لوبغالي مسوولينو ته، بلکې دغه ښار ته هم لويه ګټه رسوي او په نړيواله نقشه کې يې څرګندوي. يو لوبغالى دې ته جوړول، چې په هغې کې دې نړيوالې لوبې ترسره شي يا دې هم د کرکټ نړيواله شورا لوبغالي د نړيوالو لوبو لپاره ومني، دا ډېره ګرانه خبره ده او دا يواځې د کرکټ د نړيوالې شورا پرېکړه ده، چې په کومو ښارونو کې، کوم لوبغالي د نړيوالو لوبو لپاره غوره کوي.

د کرکټ نړيواله شورا د لوبغالي تر څنګ په لوبغالي کې د کاليو بدلولو اطاق، د لوبغالي اوږدوالى، د دوى مېلمه پالنه او لوبغالي ته نږدې هوټلونه هم په نظر کې ساتي، نو له هغې وروسته پرېکړه کوي، چې ايا دا لوبغالى د نړيوالې لوبې د کوربه توب وړ دى او که نه.

لومړۍ ټيسټ لوبه چې په ١٨٧٧ز کال کې په ميلبورن کې ترسره شوه، د کرکټ د تاريخ ١٤٠ کلونه ترسره شوي دي، چې ډېر زرين تاريخ يې دى، اوس د پنځو هغه لوبغالو يادونه کوو، چې د کرکټ په ١٤٠ کلن تاريخ کې پکې ډېرې لوبې ترسره شوي دي.

١-) ميلبورن کرکټ لوبغالى، اسټراليا (٢٦٩ لوبې):ميلبورن کرکټ لوبغالى، آسټراليا

د ميلبورن کرکټ لوبغالى په نړۍ کې تر ټولو لوى لوبغالى دى، چې ډېر خلک پکې په يو وخت لوبه ننداره کولاى شي. په دې لوبغالي کې ١،٠٠،٠٢٤ کسان په يو وخت لوبه ننداره کولاى شي.

دا لوبغالى په ١٨٥٣ز کال کې جوړ شوى دى او بيا په ١٨٧٧ز کال کې د آسټراليا او انګلستان ترمنځ د لومړنۍ لوبې کوربه توب يې کړى دى. په دې نړيوال لوبغالي کې تراوسه پورې ٢٦٩ نړيوالې لوبې ترسره شوي دي، چې پکې ١١٠ ټيسټ، ١٤٨ يو ورځنۍ او ١١ شل اوريزې لوبې دي. همدا راز ميلبورن دوهم هغه لوبغالى دى، چې زياتې ټيسټ لوبې پکې ترسره شوي دي.

٢-) سډني کرکټ لوبغالى، آسټراليا (٢٦٦ لوبې)سډني کرکټ لوبغالى

دا کرکټ لوبغالى په يو ډېر خوندور او په زړه پورې ځاى، سډني کې دى، چې د آسټراليا يو له زړو لوبغالو څخه دى. دا لوبغالى په ١٨٤٨ز کال کې جوړ شوى دى او د لومړۍ نړيوالې لوبې کوربه توب يې په ١٨٨٢ز کال کې کړى دى، چې دا ټيسټ لوبه د آسټراليا او انګلستان ترمنځ ترسره شوې وه.

د سډني کرکټ لوبغالي کې تراوسه پورې ٢٦٦ نړيوالې لوبې ترسره شوي دي، چې په دې کې ١٠٦ ټيسټ، ١٥٥ يو ورځنۍ او ٥ شل وريزې لوبې دي. همدا راز د زياتو ټيسټ لوبو په کوربه توب کې دا لوبغالى دريم مقام لري.

٣-) شارجه کرکټ لوبغالى، متحده عربي امارات (٢٥٧ لوبې)شارجه کرکټ لوبغالى

د شارجه کرکټ لوبغالى د دوبۍ څخه څو ميله ليرې دى، چې په ١٩٨٢ز کال کې جوړ شوى دى. دا لوبغالى د يو ورځنيو لوبو لپاره ډېر ښه ده او دلته يو شمېر نړيوالې لوبلړۍ ترسره شوي دي. دا لوبغالى د ٢٠١٠ز کال راپدېخوا د افغانستان کورنى لوبغالى هم دى د دې تر څنګ چې په پاکستان کې نړيوالې لوبې بندې شوې، نو پاکستان هم خپلې لوبې په شارجه کرکټ لوبغالي کې پيل کړې.

په شارجه کرکټ لوبغالي کې تر ټولو زياتې يو ورځنۍ لوبې هم ترسره شوي دي، چې شمېر يې ٢٣٤ لوبو ته رسېږي، همدا راز دلته ٩ ټيسټ لوبې او ١٤ شل اوريزې لوبې ترسره شوي دي، چې ټولې لوبې بيا ٢٥٧ کېږي.

٤-) لارډز، لندن (٢٠٣ لوبې)لارډز کرکټ لوبغالى

د لارډز کرکټ لوبغالى چې (د کرکټ کور) په نوم هم يادول کېږي، په نړۍ کې يو له ښايسته وو لوبغالو څخه دى. دا هغه ځاى دى چې د کرکټ هر لوبغاړى دلته د لوبې کولو هيلې لري، نه يواځې د کرکټ لوبغاړي، بلکې د کرکټ مينه وال هم هڅه کوي، چې لږ تر لږه يوه لوبه خو دلته وګوري.

د لارډز لوبغالى په ١٨١٤ز کال کې جوړ شوى دى، خو لومړۍ لوبه پکې د جوړېدو نه اويا کاله وروسته، په ١٨٨٤ز کال کې ترسره شوې ده، چې دا ټيسټ لوبه د انګلستان او آسټراليا ترمنځ ترسره شوې وه. د لومړۍ نړيوالې لوبې وروسته، تراوسه پورې دې لوبغالي د ٢٠٣ نړيوالو لوبو کوربه توب کړى دى، چې دلته ١٣٥ ټيسټ، ٦٠ يو ورځنۍ او ٨ شل اوريزې لوبې ترسره شوي دي، همدا راز تر ټولو زياتې ټيسټ لوبې په همدې لوبغالي کې ترسره شوي دي.

٥-) هرارى سپورټس کلب، زمبابوې (١٨٦ لوبې)هرارى کرکټ لوبغالى

دا لوبغالى بيا په زمبابوې کې دى، چې په ١٩٠٠ز کال کې جوړ شوى دى او د جوړېدو نه ٩٢ کاله وروسته يې د نړيوالې لوبې د کوربه توب وياړ ترلاسه کړى دى. په دې لوبغالي کې به ډوميسټک لوبې ترسره کېدې، تر څو چې په ١٩٩٢ز کال کې زمبابوې د کرکټ د لومړۍ درجې غړيتوب ترلاسه کړ، نو بيا په دې لوبغالي کې نړيوالې لوبې پيل شوې. په دې لوبغالي کې لومړۍ لوبه د هند پر وړاندې ترسره شوې، چې ټيسټ لوبه وه.

د لومړۍ ټيسټ لوبې وروسته، هرارى سپورټ کلب کې تراوسه پورې ١٨٦ نړيوالې لوبې ترسره شوي دي، چې پکې ١٣٦ يو ورځنۍ، ٣٤ ټيسټ او ١٦ شل اوريزې لوبې شاملې دي.