fbpx

په کابل کې ګڼ شمېر کوچنيان د زده کړو پر ځای درانه کارونه کوي

په افغانستان کې د لړم )۲۹( مه د ماشومانو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې سلګونه ماشومان د بې وزلۍ له امله په سختو کارونو بوخت دي او لا هم بې وزلۍ ماشومان  درنو کارونو کولو ته اړ کړي دي.

دلته کابل ښار کې پر درنو او سختو کارونو بوخت کوچنیان د زرګونو هغو ماشومانو استازيتوب کوي، چې له سهاره تر ماښامه يې کورنۍ ته د پنځو روپیو ګټلو په پار د کورنۍ له غړو په لرې واټن کې ټوله ورځ تېروي دوی وايي، په کور کې بې سرپرستۍ دې ته اړ کړي، چې د څو روپیو لاسته راوړلو په موخه درانه کارونه ترسره کړي.

دغه ماشومان وايي، په زړه کې يې د بلا ارمانونو سربېره یو ارمان دا هم دی، چې په کور کې يې د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکېدو څوک وي او خپلې زده کړې يې ترسره کړې وې.

د کابل ښار دغه ګرد وهلي او وچ شونډي کوچنیان په عاجزۍ سره وايي، ښوونځي ته ځکه نه ځي، چې کورنۍ ته يې د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکېدو څوک نه شته او همدا لامل یادوي، چې د ژوند له خوږو يې بې برخې کړي دي.

بې سرپرسته ماشومان له حکومت او د ماشومانو له نړیوالو بنسټونو ګیله کوي، چې دوی ته يې د ژوند کولو هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې کړې نو همدا سبب دی، چې د ماشومانو ژوند يې له بدبختیو سره مخ کړی او له زده کړو يې بې برخې کړي دي.