fbpx

وحيد الله سباوون: امریکا د خپلو غوښتنو لپاره له طالبانو سره خبرو ته کېناسته

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو خبرو ته هیله مندي ډېره شوې، اوس ویل کیږي چې امریکا په سیمه کې د سولې او ثبات جدي ګامونه اخلي.

تر هغې وروسته چې له طالبانو سره د روسیې اړیکو او مرستو د امریکايي چاروکو اندېښنې راپورته کړي، امریکا په خپله له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتوالی وښود.

د متحد افغانستان اسلامي ګوند مشر وحیدالله سباوون ویلي په سیمه کې د جګړې بڼې د بدلیدو له امله امریکا دې ته مجبوره شوه چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کیني.

وحیدالله سباوون ژوندون ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره د امریکا خبرې له تېرو دوو کلونو راهیسې پیل شوې وې، خو زیاتوي چې په سیمه کې د جګړې د بڼې بدلېدو له امله  د سولې خبرو اوس ډېر پرمختګ کړی دی.

نوموړي د ولسمشر له لوري د سولې مشورتي بورډ جوړېدو ته په کتو ویلي چې له طالبانو سره مذاکره کوونکي زلمي خلیلزاد ددې وړاندېز کړی چې ټول ګډونه پلاوی وټاکي چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

وحیدالله سباوون ویلي چې له طالبانو سره د امریکايي چاروکو خبرو هغه هېوادونو هم قانع کړي چې له طالبانو ملاتړ کوي.

وحیدالله سباوون د ولسمشر له لوري د سولې مشورتي بورډ د رامنځته کیدو په اړه ویلي چې د دې بورډ د جوړیدو غوښتنه خلیلزاد کړې ده.

هغه وايي، خلیلزاد  غواړي چې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه باید د ټولو افغانانو نظرونه په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي د سولې اړوند کابل ته خپل دوهم سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک بللی.

خلیلزاد له افغانستان څخه واشنګټن ته د بېرته ستنېدو پرمهال پر خپل ټوېټر لیکلي چې وروستی او مخکنی سفر یې د افغان حکومت او خلکو سره په نژدې همکارۍ سره له لاسته راوړنو ډک تر سره شوو.