fbpx

په ننګرهار کې د امنیتي وضعیت نازکوالي قومي مشران اندېښمن کړي

په ننګرهار کې لسګونو قومي مشرانو او دینی عالمانو د کندهار پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق رازق په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډودن کړی وو.

قومي مشرانو او دیني عالمانو د افغانستان لپاره د جنرال عبدالرازق هڅې وستایلې او غوښتنه یې وکړه چې له جلال اباد څخه تر تورخم پورې لویه لاره دې د جنرال رازق په نوم شي.

یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د جنرال عبدالرازق په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د ولسوالیو امنیتي وضعیت د انديښنې وړ دی او زیاتوي چې د امنیت د ټینګولو لپاره د حکومت هڅې کمزروې دي.

دیني عالمانو په افغانستان کې ګاونډي هېوادونه د جګړې پر دوام تورن کړل او زیاتوي چې ولسونه باید د هغو هڅو مخه ونیسي، چې د جګړې د دوام لامل کیږي.

بل پلو د ولسي جرګې غړی حضرت علي ویلي: په پام کې لري چې د ننګرهار له سیمه ییزو چارواکو سره یوځای د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اقدامات وکړي.

نوموړي په دغه ولایت کې یو شمېر کسان په دې تورن کړل چې غواړي دغې ولایت کې د قومونو ترمنځ بېلوالي ته کار وکړي او له دې لارې د ننګرهار وضعیت لا خراب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ کې امنیت وضعیت خراب شوی دی، خو د ملي دفاع وزارت ویلي چې هلته یې چاڼيز عملیات پیل کړي او په تېره نږدې یوه اوونۍ کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.