fbpx

سبا به په ټول هېواد کې ملي ماتم وي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ.

ارګ وايي چې د نن په مذهبي مراسمو کې ځانمرګی بريد يو تروريستي عمل دی او د پيښې له قربانيانو سره د غمرازۍ په موخه به په ټول هېواد کې ملي ماتم وي.

په کابل کې ځانمرګي بريد سلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په کابل کې حامد کرزي هوايي ډګر ته نږدې په اورانوس تالار کې هغه مهال ځانمرګى بريد وشو، چې پکې د ميلاد النبي غونډه روانه وه.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو تر مخه، په ياد بريد کې ٤٣ تنه شهيدان او ٨٣ تنه ټپيان شوي دي.

په کابل کې دا لويه او غمژنه پېښه ټولو سياستوالو او هېوادوالو غندلې ده او دا يې ستر جنايت بللى دى.

د ننني ځانمرګي بريد پړه تراوسه چا نه ده منلې.