fbpx

اسدالله خالد: د نبي کریم (ص) پر مراسمو برید پر بشریت برید وو!

د ملي امنیت پخواني ریس اسدالله خالد په کابل کې پرونی برید په سختو ټکو وغنده.

د ښاغلي خالد له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تروریستانو ، داسلام او افغانستان د دښمنانو خلاف د سولي ‌آواز بدرګه کړي.  

خبرپانه د خالد له قوله لیکي؛ تر هرڅه وړاندي د نني ناځوانمردانه برید غندنه کوم او ددغه برید ټولو شهیدانو ته دالله پاک له لویه درباره جنت او ټپیانو ته عاجله شفا غواړم؛

نوموړي وايي پرون ناځوانمردانه برید چې د نبي کریم (ص) د میلاد پر مراسمو وشو دومري دردناک دی چې یوازي‌ غندنه یې درد نشي ‌ختمولای.  

دا برید په داسې ‌وخت کې وشو چې په هیواد کې ایله دسولي ‌هیلي ‌راټوکېدلي دي.  

ښاغلی خالد زیاته وي د افغانستان ، اسلام او بشریت دښمنانو یوځل بیا ثابته کړه چې هیڅ مذهب ته درناوی نه لري او هرډول مذهبي مراسم تر برید لاندي راولي‌چې  هدف یې یوازي او یوازي‌ په افغانستان کې جګړه اوږدول دي .

یاده دي وي یاد دا ځانمرګی برید پرون  تر ماښام وروسته د کابل هوایي ډګر پر ۸۰ متره سړک داورانوس په نامه د ودونو په یوه لوی هوټل کې شوی دی، چې په کې ۴۳ وژل شوي او ۸۳ زیات ټپیان ور وړل شوی دي.