fbpx

غزني کې(۲۰)مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

له تیرو ۲۴  ساعتونو راهیسي د غزني ولایت د مرکز اړوند له اندړو ولسوالۍ سره نیږدي د آرزو او د ښار جنوب ته په اسفنده سیمو کې، د افغان ځواکونو د عملیاتو او له ترهګرو سره د نښتې په ترڅ کې ۲۰  وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
په لومړي اقدام کې له اندړو ولسوالۍ سره پر پوله د مرکز غزني اړوند په آرزو کلي کې د مخالفینو پر یوي ډلي د توپچي برید په ترڅ کې ۴  تنه وسله وال وژل شوي او ۳  تنه یې ټپیان شوي دي.
دغه راز د مرکز غزني په جنوبي څنډه د اسفندي په سیمه کې د کومانډو ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته کې  ۸  وسله وال وژل شوي او پنځه ۵  تنه ټپیان شوي دي.
په اسفنده سیمه کې د وسله والو دوه میله کلاشینکوفونه، یو صوب پرتله او دوه فیره راکټ انداز د کومانډو لاس ته ورغلي دي.
په یادو نښتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی.