fbpx

ګوتریش: کابل کې د تېرې شپې پېښه ستر بشري جنایت دی

 

راپورونه وايي چې ملګرو ملتونو په کابل کې د تېرې شپې خونړی برید غندلی دی او وايي یاده پېښه له ټولو بشري قوانینو سره په ټکر کې عمل او ستر بشري جنایت دی.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او وايي چې په دې حساسو شرایطو کې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی. د ګوتریش په خبره ترهګرو هغه دیني علما په نښه کړل چې د مهمې مذهبې ورځې د نمانځې په موخه سره راټول شوي وو.

 نوموړي د پېښې د زیانمنو له کورنیو سره د خپلې همدردۍ او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي. ګوتریش وایي په افغانستان کې تر بل هر وخت سولې او ثبات ته اړتیا ده او د ملګرو ملتونو اداره په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.

په همدې حال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې په کابل کې پرونۍ خونړۍ پېښه په کلکو ټکو غندل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راځي چې ترهګرو د دیني علماوو پر یوه لویه غونډه ځانمرګی برید وکړ او په دې توګه یې وښوده، چې د خپلو شومو موخو لپاره په هر وحشت لاس پورې کولی شي.

نوموړي یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې جدي شي او په دې برخه کې رښتیني ګامونه اوچت کړي. دده په خبره پروني برید وښوده، چې ترهګر د خپلو موخو لپاره، هر قوم، هر مذهب او هر ډله په نښه کولی شي.

پرون یو ځانوژونکي بریدګر، د ماښام د شپږو بجو او لس دقیقو په شاوخوا کې د کابل د ۱۵مې ناحیې په مربوطاتو کې د اورانوس په هوټل کې د میلاد النبي مراسم په نښه کړل چې په کې یو شمېر دیني عالمان او عام افغانان راټول شوي وو.

یاده دې وي چې د عامې روغتيا وزارت وايي چې ، کابل کې د تير ماښام خونړۍ پيښه کې د وژل شويو شمير پنځوس او د ټپيانو شمير تر اتيا زياتو کسانو ته رسيدلی دی .