fbpx

د ميلاد نبي پر مراسمو برید ګڼ غبرګونونه راپارولي

پلازمېنه کابل کې د میلادي نبي ص پر مراسمو شوي ځانمرګي برید په اړه چې تر ۱۳۰ کسانو پورې مرګ ژوبله په کې واوښته، ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

دغه برید پرون ماښام مهال د کابل ښار د کابل هوايي ډګر پر سړک په اورانوس هوټل کې رامنځ ته شو.

په دغه هوټل کې د اسلام د ستر پیغمر حضرت محمد ص د مبارک میلادي په ویاړ دیني عالمانو غونډه درلوده، چې د قرانکریم د تلاوت پر مهال په کې ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې ۴۳ تنه شهیدان شوي او تر ۸۵ پورې ټپیان شوي، خو د عامې روغتیا وزارت ویلي، په پېښه کې تر ۵۰ پورې کسان وژل شوي او ۸۸ پورې نور ټپیان شوي دي.

ولسمشرغني دغه برید په کلکو ټکو غندلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي، چې د اسلام دښمنانو په داسې یوه جنایت لاس پورې کړ چې په هېڅ ډول د بښلو وړ نه دی.

ښاغلي غني ویلي د میلاد نبي پر غونډه او پر دیني عالمانو به برید سره دښمنانو وښوده، چې دوی یو ځل بیا د اسلام د ستر پیمغر له لارښودونو خلاف عمل وکړ، او بې ګناه دیني عالمان او عام خلک یې شهیدان کړل.

ولسمشر د همدې غمیزې د رامنځ ته کېدو له امله نن چهارشنبې په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله چې دا مهال پاریس کې دی هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې له ټولو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

عبدالله ویلي، بد صفته دښمن د اسلام او دیني ارزښتنو د دفاع تر نامه لاندې په جنایتونو لاس پورې کړی او په دې سره یې وښوده، چې دوی هېڅ راز اصولو او قوانینو ته پابند نه دي.
 

افغان اجرائیه رییس زیاته کړې هغه کسان چې دا ډول جنایت ترسره کوي، پلانوي او یا هم ترې ملاتړ کوي په دې د پوه شي، چې په هېڅ ډول د بښولو نه دي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او په یوه اعلامیه کې یې د افغان ولس سره خواخوږي ښودلې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي دفتر یا یوناما پرخپل ټویټر ویلي«په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې خلکو یوه مهمه مذهبي ورځ یادوله، د کابل خونړۍ چادونې یوناما غوسه کړې ده

د یوناما چارواکو د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې او زیاته کړې یې ده، دوی د پېښې په اړه د معلوماتو پر راټولو بوخت دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په یو بیان کې پرونی برید غندلی او دا یې یو جنایت بللی.