fbpx

د ملګرو ملتونو سرمنشي کابل کې پرونی برید په کلکو ټکو غندلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د دغه سازمان امنیت شورا په کابل کې پرونی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې بشري جنایت بللی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، یاده پېښه له ټولو بشري قوانینو سره په ټکر کې عمل او ستر بشري جنایت دی.

د ګوتریش په خبره ترهګرو هغه دیني علما په نښه کړل چې د مهمې مذهبې ورځې د نمانځې په موخه سره راټول شوي وو.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې تر بل هر وخت سولې او ثبات ته اړتیا ده او د ملګرو ملتونو اداره په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.

هغه نوموړي د پېښې د زیانمنو له کورنیو سره د خپلې همدردۍ او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي او ټینګار یې کړی، چې په دې حساسو شرایطو کې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو وحشي عمل بللی دی.

یادوني وړده چې د کابل په اورانوس هوټل کې د میلادي نبي ص په ویاړ د دیني عالمانو په یوه غونډه ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان شوي دي.