fbpx

د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۷ تنه ملکیان وژل شوي

تېره شپه د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د سمیې څخه یو تن خبریال ډاټ کام  ته وویل چې دغه عملیات چې د یادې ولسوالۍ آب بازک سیمه کې تر سره شوي  ۷ تنه ملکي وګړي شیهدان شوي دي .
د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې پېښې په غبرګون کې د کابل – لوګر لویه لاره تړلې ده او له حکومت څخه غواړي چې د یادې پېښې لاملین ژر تر ژره ونیسې او د قانون منګلو ته یې وسپاري .
د لوګر سیمه ایزو چارواکو د دغه پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي .