fbpx

 ټي ټين لس اوریزه لیګ سیالۍ نن ماښام پیلیږي

دویم پړاو ټي ټین (۱۰) اوریزه لیګ د (۱۶) افغان لوبغاړو په ګډون نن ماښام د نومبر پر (۲۱) مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي په یاد(۱۰ )اوریزه لیګ کې سږ کال( ۸) لوبډلې لوبېږي چې له ډلې
مرتا عربینز ،پښتون،  پنجابي لیجنډز،  بنګال ټایګرز، کراچینز،  راجپوت، یا نارترن وریئرز لوبډله او کیراله کینګز لوبډلې شاملې دي. 

په یاد لس اوریزه لیګ کې شپاړس افغان لوبغاړي په شپږو بیلابیلو لوبډلو کې لوبېږي چې له ډلې راشدخان نجیب الله ځدران او حضرت الله ځاځی په مرتا عربینز لوبډلله کې لوبېږي اوښایې راشد خان یې لوبډلمشر وي.
په پښتون لوبډله: کې د افغان لوبغاړو له ډلې شاپور ځدران، ګلبدین نایب ،شرف الدین ا شرف او شفیق الله شفق شامل دي. په  راجپوت لوبډله کې: محمد شهزاد،  قیس احمد ، کریم جنت او سیید شېرزاد د افغانستان څخه لوبېږي .
همدا رنګه په بنګال تایګرز لوبډله کې د افغانستان څخه دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او مجیب ځدران شتون لري په پنحابي لیجنډز لوبډله کې:د افغانستان څخه یو افغان لوبغاړی چاینامین ظاهر خان پکتین لوبېږي. اوپه کراچینز  لوبډله کې هم یوازې یو افغان لوبغاړی سمیع الله شینواری شامل دی.

په پاتې دوه لوبډلو ، نارترن وریئرز او کیراله ګېنګز لوبډلو کې کوم افغان لوبغاړی نه دی اخیستل شوی د یاد لیګ د پیل لوبه کې نن ماښام د کابل پر وخت (۷)  بجې کراچینز د راچپوت لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي او په دویمه شپنۍ لوبه کې کیراله کینګز او پښتون لوبډله د شپې پر ۹:۱۵ دقیقو په شارجه لوبغالي کې سیالۍ ترسره کوي. 

د یاد لس اوریزه لیګ لومړی پړاو تېرکال په (۲۰۱۷) کې ترسره شو چې  اتلولي د کیراله کینګز لوبډلې په ګټه پای ته رسېدلې وه او دا ځل د ټي ټین لیګ دویم پړاو نن ماښام په اماراتو کې پیلیږي. 

خان وزیر عابد