fbpx

استراليا په لومړۍ شل اوريزه سیالۍ کې هندوستان ته ماته ورکړه

د هندوستان او استراليا لوبډلو تر منځ د درې شل اوريزو سياليو لړۍ لومړنۍ سيالۍ کې استراليا هندوستان ته ماته ورکړه.

لومړۍ توپوهنه استرالیا وکړه او د (۴) لوبغاړو په سوځېدو يې  ټولې (۱۵۸) منډې جوړې کړې، تر ټولو ډېرې (۴۶) منډې ميکسوېل او ورپسې  کرېس لين (۳۷)، سټوينز (۳۳) ناسوځېدلې او لوبډلمشر فېنچ (۲۷) منډې جوړې کړې، خو د ورښت له امله هندوستان ته په (۱۷) اورونو کې (۱۷۴) منډې هدف وټاکل شو.

د هندوستان توپ اچوونکو له لوري کولديف يادف دوه، خليل احمد او بومرا يو-يو لوبغاړی وسوځاوه.

د هندوستان لوبډلې په (۱۷) اورونو کې کې د (۷) لوبغاړو په سوځېدو  ټولې (۱۶۹) منډې جوړې او د لوبلړۍ لومړنۍ سیالي يې استرالیا ته په (۴) منډو وبايلله، روهېت شرما (۷۶) او دېنېش کارتېک (۳۰) منډې جوړې کړې.

د استراليايي توپ اچوونکو له لوري سټوينيز او زامپا دوه دوه، ټای، سټينليک او بېهريډروف يو يو لوبغاړی وسوځاوه، چې له ډلې يې زامپا د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دواړو هېوادونو تر منځ دويمه شل اوريزه سيالي د راروانې جمعې پر ورځ ده.