fbpx

عزیز الله فضلي په رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي د یوه پلاوي په ملتیا د رسمي سفر په ترڅ کې تاجکستان  کرکټ ادارې سره د همکاریو په  موخه یاد هېواد ته ورسېد.

 په تاجکستان کې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي تود هرکلی وشو ښاغلی فضلي رسنیو سره په خبرو کې وویل موږ به د  تاجکستان کرکټ فدراسیون سره چی د اسیایی کرکټ شورا عضویت لري په تخنیکي، رونیزو او نورو اړوندو برخو کې لازمې مرستې وکړو ترڅو زموږ دا ګاوندي هیواد د کرکټ په برخه کې هم پرمختګ وکړي او د کرکټ د ودې په موخه به دا لړۍ نورو هېوادونو لکه ازبکستان او داسې نورو هېوادونو ته غځوو.

 د تاجکستان کرکټ فدراسیون رییس نجیب الله روزي له ښاغلي فضلي او ورسره تللي پلاوي مننه وکړه چی سره له ډیرو بوختیاوو دې هیواد ته یی سفر وکړ او زموږ سره په بېلابیلو روزنیزو، تخنیکي او کرکټ توکو برخه کې مرسته کوي.

هېره دې نه وي چی پدې سفر کې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د تاجکستان کرکټ فدراسیون سره د کرکټ توکو مرسته هم کیږي.