fbpx

په کونړ کې د کرکټ بورډ له لوري د مدرسې جوړولو په اړه سپيناوی

صبغت الله حميد

په کونړ کې د کرکټ لپاره منډکول لوبغالی تر ټولو مناسب او وړ لوبغالی دی، بل لوبغالی يا شتون نه لري او يا هم د (هارډ بال) کرکټ لپاره مناسب نه دي، خو د منډکول لوبغالی هم له يو څه ستونزو سره مخ و، چې لويه ستونزه يې د لوبغالي تر څنګ د مدرسې تعمير او د اوبو څښلو کوهي وه چې د لوبغالي جوړښت يې خراب کړی و، موږ ډېرې هلې ځلې وکړې تر څو د مدرسې مسوولين، ولايت مقام، د پوهنې رياست او  اړونده اشخاص او ادارې قانع کړو تر څو موږ ته د مدرسې اړوند ځمکه او ودانۍ راکړي او موږ ورته په بدل کې هم ځمکه ورکړو او هم ورته وداني جوړه کړو. تر ډېرو هلو ځلو وروسته مو له مقابلو لوريو سره په دې همغږي وشوه چې مدرسه او ځمکه به يې د کونړ کرکټ ادارې ته ورکوي او کرکټ بورډ به د پوهنې رياست ته د دغې لوبغالي تر څنګ د اکاډمۍ  ځمکه د يادې مدرسې لپاره ورکوي او تر څنګ به يې د مدرسې لپاره وداني هم جوړوي.

دا هر څه اسانه نه و، موږ ډېرې هلې ځلې وکړې، له څو ادارو مو موافقې ترلاسه کړې، اخر مو ټول لوري دې کار ته اړ کړل.

اوس چې کرکټ بورډ د تړون سره سم د يادې مدرسې لپاره د اکاډمۍ پر ځمکه وداني جوړوي، ځينو هېوادوالو ته پوښتنې راولاړې شوې دي، چې د کرکټ بورډ يې له مدرسې جوړولو سره څه؟  نو اړينه مو وګڼله چې د هېوادوالو د پوښتنو ځوابولو او اندېښنو له منځه وړلو لپاره وضاحت ورکړو.

دا کار د کرکټ بورډ په ګټه و، ځکه که د پوهنې رياست د مدرسې تعمير او وداني د کونړ کرکټ ادارې ته نه وای ورکړې، نو په کونړ کې يوازينی کرکټ لوبغالی چې منډکول نومېږي بې ګټې و او بل داسې ځای نه و چې د کرکټ بورډ ادارې په کې د کونړ کرکټ لپاره لوبغالی رغولی وای.

صبغت الله حميد

د کونړ کرکټ مخکينی مسول

يادونه: په لانديني انځور کې تاسو هغه تړون ليدلای شئ چې د ولايت مقام په ګډون ټولو خواوو پرې توافق کړی دی.