fbpx

کپل شرما يو ځل بيا د خلکو خندولو تيارى کوي

 د هند نوموتى کومېډي ستورى کپل شرما يو ځل بيا د خلکو د خندولو لپاره په تيارۍ بوخت دى او ويل کېږي چې دا ځل به بيا يوه خوندوره خپرونه پيل کړي. خو اوس په هند کې خبرې په دې روانې دي چې د نوموړي د خپرونې لومړنى مېلمه به څوک وي؟ ويل کېږي چې د (دي کپل شرما شو) د دوهم سيزن د لومړنۍ خپرونې لپاره شاه رخ خان د مېلمه په حېث راولي.

د (دي کپل شرما شو) نه يواځې په هند کې زياته خوښه شوې وه، بلکې په ټوله نړۍ کې يې زيات مينه وال پېدا کړي و، خو د کپل شرما د خپلو حرکتونو له امله ټلويزيون دې ته مجبوره شو چې دا خپرونه بنده کړي، همدا راز د خپل شهرت خرابېدو له امله کپل شرما هم په ډېرو ستونزو کې راګېر شو او ويل کېږي چې ذهني ناروغتيا هم ورته پېدا شوه، چې ډېر وخت له ټلويزون څخه ورک و.

د کپل شرما شو ناسمې رويې له امله ډېرى خلکو نه غوښتل چې بيا له هغه سره کار وکړي، خو دا ځل سلمان خان رامخکې شو او د کپل شرما د نوې خپرونې مشري يې په غاړه واخيسته، اوس به سلمان خان د کپل شرما د نوې خپرونې پروډيوسر وي.

ويل کېږي چې (دي کپل شرما شو سيزن ټو) به راروانه مياشت په ټلويزيون نشر شي او کپل شرما به يو ځل بيا د خلکو په مخونو خنداوې خپرې کړي. همدا راز اوس دا خبره هم کېږي چې د خپرونې د لومړني مېلمه لپاره شاه رخ خان رابلل کېږي، چې هغه سره به د هغه د راروان فلم (زيرو) په اړه خبره کېږي او همدا راز د (زيرو) فلم نور ستوري به هم په دې خپرونه کې برخه واخلي.

ياده دې وي چې د کپل شرما په مخکنۍ خپرونه (دي کپل شرما شو) کې هم په لومړنۍ خپرونه کې شاه رخ خان راغلى و.

په دې نوې خپرونه کې به له کپل شرما سره ککو شرما، چندن پربهارکر، بهارتي سنګ، کرشنا ابيشيک او سمونا چکرورتي هم خلک خندوي، خو کېداى شي ځينې نور نوي نومونه هم پکې راشي.

ياده دې وي چې نن سبا د کپل شرما د واده خبرونه هم ډېر خپرېږي او داسې هم ويل شوي دي چې د خپلې نوې خپرونې د پيلېدو نه مخکې يا په راروانه مياشت کې به کپل شرما د خپلې نږدې ملګرې سره واده وکړي.