fbpx

داروزګان-کندهار پرلاره د چاودنې پرمهال ۲ پوليس وژل شوي دي

 

داروزګان ،کندهار ترمنځ لاره يوه له هغو نا امنو لارو څخه شميرل کيږي چې دامهال افغان حکومت د مسافرينو د ليږد په موخه پر دغه لاره د سرتيرو يو موټريز کاروان جوړ کړي او د مسافرينو د امنيتي خوندي ساتلو په موخه دغه موټريز کاروان تګ راتګ کوي.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې تيره ورځ د افغان ځواکونو دياد موټريز کاروان پر يوه موټر ښخ کړل شوي ماين چاودنه کړي چې پرمهال يي ۲ پوليس وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ دپوليسو وياند ضيآ دورانې خبريال ډاټ کام ته وويل چې پيښه تيره ورځ ناوخته د اروزګان کندهار ترمنځ پر لویه لاره رامنځ ته شوي او نور کوم چاته پکښي زيان نه دي اوښتي.

بلخوا د اروزګان ولايتي شورا بیا پر دغه لاره د تيري ورځي د پيښي تلفات لوړ ښۍ او زياته وي چې داروزګان،کندهار ترمنځ د لاري په اوږدو کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر موټريز کاروان بريد کړی چې پرمهال يي  د افغان ځواکونو ترڅنګ عامو خلګو ته هم مرګ ژوبله اړولي.

ددغه ولايت د ولايتي شورا غړی محمد کريم کريم وايي پر دغه لاره د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د کندهار د پوليسو د دوهم کنډک قوماندان صديق الله او ملکي کس په ګډون يو شمير سرتيري وژل شوي او يو شمير نور بیا ټپيان دي.

نوموړی زياتوي چې دنښتي پرمهال د پوليسو دوه موټر هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

د وسله والو طالبانو له په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د اروزګان کندهار ترمنځ پر لویه لاره يي د سرتيرو په موټريز کاروان د بريد پرمهال ۲۱ سرتيري وژلي او ګڼ شمير نور ټپیان دي او ددغه بريد پرمهال يي د افغان ځواکونو څخه يو شمير وسلي او نور مهمات هم دوی ته په لاس ورغلي.

خبريال:احسان الله ولسمل