fbpx

شهزاد محمدي له سينديانو بڼکې وويستې

د لس اوريزه ليګ په دويم پړاو لومړۍ سيالۍ کې چې د (سينديز او راجپوت) لوبډلو تر منځ وه، شهزاد محمدي څو ريکاډونه جوړ کړل.

شهزاد محمدي هغه ريکارډ کې ځان شريک کړ چې څو ورځې وړاندې يو بل افغان لوبغاړي (حضرت الله ځاځي) هم جوړ کړی و.

شهزاد محمدي په (۱۲) توپونو نيمه سليزه ووهله او خپل نوم يې د دغه ريکارډ جوړوونکو په نوملړ کې ورزيات کړ.

همدا شان شهزاد محمدي د لس اوريزو سيالیو په يوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرو منډو جوړولو ريکارډ په خپل نوم کړ.

نوموړي په (۱۶) توپونو (۷۴) ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د هغه د توپوهنې پر مټ راجبوت لوبډلې (۹۴) منډو هدف ته يوازې په (۴) اورونو کې ځان ورساوه.

شهزاد محمدي په دې توپوهنه کې (۶) څلوريزې او (۸) شپږيزې ووهلې.

همدا شان شهزاد محمدي د لس اوريزو سيالیو په يوه پاڼۍ کې د زياتو شپږيزو وهلو ریکارډ هم په خپل نوم کړ، تر دې وړاندې (ډيويډ مېلر) اووه شپږيزې وهلې وې.

راجپوت لوبډلې لومړۍ سيالي له سينديز لوبډلې څخه د لس وېکټو او (۶) اورونو په توپير وګټله.