fbpx

تاجکستان کې د کرکټ وده او افغانانو ته يې ګټه

پنځلس کاله مخکې چا دا تصور هم نه شو کولاى، چې يوه ورځ به داسې هم راځي چې افغانستان به د کرکټ په برخه کې له نورو هېوادونو سره مرسته کوي، ځکه هغه مهال دا يوازې خيال و، خو په وروستيو کلونو کې د افغانستان کرکټ توپاني وده وکړه او موږ آن د ټېسټ لوبو غړيتوب هم ترلاسه کړ، يعنې د کرکټ په برخه کې مو بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ او اوس هغه وخت هم رارسېدلى، چې موږ په دې وتوانېدو، چې د نورو هېوادونو سره د کرکټ په وده کې مرسته وکړو، چې ښه بېلګه يې د کرکټ بورډ د چيرمېن عزيز الله فضلي د تاجکستان د کرکټ د ودې لپاره دغه هېواد ته سفر و.

دلته په دغه سفر او په تاجکستان کې د کرکټ ته په ودې ورکولو په اړه خبرې کوم، چې که په تاجکستان کې کرکټ وده وکړي او په دغه وده کې د افغانستان کرکټ بورډ مرسته شامله وي، نو افغانانو ته يې څومره ګټې رسېږي.

زموږ لوبغاړي چې تل له نورو نړيوالو لوبډلو سره لوبې لري، نو د تمريناتو لپاره هند يا هم بل کوم هېواد ته ځي او هلته بيا لس ورځې، شل ورځې يا مياشت په تمريناتو بوخت وي، چې په دې ډېر مصارف راځي، نو که تاجکستان کې کرکټ وده وکړي او دا وده زموږ په مرسته وشي، نو که بيا زموږ لوبغاړي په افغانستان کې تمرينات نه کوي، نو تاجکستان د دوى لپاره بيا ښه او ارزانه ځاى دى، چې هلته تمرينات وکړي، ځکه د دغه هېواد هوا هم ښه ده او په هر ډول زموږ لپاره ګټور تمامېداى شي.

بله ګټه يې دا ده، چې که په تاجکستان کې کرکټ وده وکړي، نو يوې خواته زموږ ګاونډيان دي، که زموږ لوبغاړي هلته ځي، نو هغوى ته به هم اسانه وي او موږ ته هم، موږ چون له هغوى په کرکټ کې ډېر مشران يو، نو زموږ لوبغاړي کولاى شي چې هلته خلکو ته د کرکټ په برخه کې روزنه ورکړي او د کرکټ په برخه کې نور کارونه ترسره کړي، چې دې سره به لوبغاړي وکولاى شي په تاجکستان کې د کرکټ په برخه کې ښې پېسې ترلاسه کړي، ځکه د تاجکستان د لوبو وزارت يا هم د کرکټ شورا ډېرې پېسې لري او همدا راز د آسيا د کرکټ شورا سره راجستر هم ده، نو د کرکټ بورډ د چيرمېن عزيز الله فضلي دا هڅه، چې په افغانستان کې کوم لوبغاړي ريټايرډ کېږي، د هغوى لپاره به په تاجکستان کې ښې دندې پېدا کېږي او تاجکستان به هم لومړيتوب افغانانو ته ورکوي، تر څو هلته د هغوى لوبغاړو ته روزنه ورکړي.

بله مهمه خبره دا ده، چې کرکټ به په دې سيمه کې همداسې غوړېږي، که نن تاجکستان ته لاړ، سبا به ترکمنستان، قزاقستان، کرغزستان او ورپسې دغه خوا و شا هېوادونو ته کرکټ غځېږي، په دې سيمه کې به کرکټ ډېره وده وکړي او په دې کې به چون د افغانانو هڅې شاملې وي، نو زياته ګټه به يې افغانانو ته راځي، چې به د روزونکو او نورو برخه کې دندې ترسره کوي.

نو د کرکټ بورډ د چيرمېن عزيز الله فضلي تاجکستان ته سفر، هلته د تاجکستان د کرکټ د ودې لپاره کار کولو کې تر ټولو لوى مقصد دا دى چې هغه هڅه کوي، تر څو د هغه افغان لوبغاړو لپاره د دندو ښه ځايونه پېدا کړي، کوم چې له کرکټ څخه تقاعد کېږي، ځکه ټولو لوبغاړو ته خو په افغانستان کې دنده پېدا کېدل ګران دي، نو دوى کولاى شي چې په دغه هېوادونو، کې چې کرکټ پکې په خړپوڅو دى، په بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کړي.

همدا راز که يې دا ګټه هم راواخلو، چې د کرکټ نړيواله شورا وګوري، چې افغانستان لګيا دى کرکټ نورو هېوادونو ته هم وړي، نو د کرکټ د نړيوالې شورا باور به هم زياتېږي، چې هغوى په دې وپوهېږي، چې افغانستان يواځې کرکټ کوي نه، بلکې کرکټ ته وده هم ورکوي او هغه هېوادونه چې له کرکټ ليرې دي او افغانستان ورته رسيدګي کولاى شي، نو هغوى خپله هڅه کوي چې هلته کرکټ ته وده ورکړي.