fbpx

زرداد فريادي: حزب اسلامي اوس نفوذي ګوند نه، محدود ډلګى دى

زرداد فريادي چې د حزب اسلامي له پخوانيو قومندانانو څخه دى، د حزب اسلامي په اړه په خپله خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي، چې حزب اسلامي اوس هاغه پخوانۍ نفوذي ګوند نه ده، ټول مجاهدين او قوماندانان ترې خفه شوي او اوسمهال دا ټولو ته جوته ده، چې حزب اسلامي خپلې ټولې ژورې ولسي ريښې د خپلو وګړو سره له لاسه ورکړي دي.

زرداد فريادي يادې خبرې په خپله فېسبوکپاڼه د يوې اعلاميې په ډول خپرې کړي دي او سرليک يې ورته (حزب اسلامي، ټاکنې او زمونږ دريځ) ورکړى دى او ويلي يې دي چې حزب اسلامي هڅه کوي په ټاکنو کې ځان نفوذي ګوند وښايي، خو په اصل کې داسې نه ده او دا يو (محدود ډلګى) ده، نه هغه پخوانى نفوذي ګوند.

همدا راز زرداد فريادي زياته کړې، چې د حزب اسلامي ډېرى پخواني مشران اوس مستقل او خپلواک دي او په ټاکنو کې به د هغه چا څخه ملاتړ وکړي، څوک چې د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.

دا هم ولولئ: 

حکم خانه! بستره دې ټولوه

حکمتيار د سميع الحق په مرګ ژاړي

حکمتيار: د موقت حکومت، درې مرستيالانو او لومړي وزير څوکۍ مخالف يم

د زرداد فريادي اعلاميې کټ مټ په لاندې ډول ده:

((حزب اسلامي، ټاکنې او زمونږ دریځ !

په راروانو ولسمشزیزو ټاکنو کې د هېواد ټول سیاسي ګوندونه هلې ځلې کوي، چې د نوماندانو سره مامله وکړي او خپل ګوند د یو قوي ولسي نفوذي ګوند په حیث په ټاکنو کې برخوال کړي. په دې لړ کې د حزب اسلامي ګوند هم هڅه کوي، چې خپل ځان یو نفوذي ګوند وښیي او د ماملې له لارې په حکومت کې ستره برخه تر لاسه کړي؛ ولې داسې نه ده؟
حزب اسلامي اوس هاغه پخوانۍ نفوذي ګوند نه ده. ټول مجاهدین او قوماندان ترې خفه شوې او اوسمهال دا ټولو ته جوته ده، چې حزب اسلامي خپلې ټولې ژورې ولسي ریښې د خپلو وګړو سره له لاسه ورکړي. اوس دوی دا (محدود ډلګی) نشي کولای زمونږ استازولي وکړي. مونږ او د حزب اسلامي ډېری پخواني مشران اوس مستقل او خپلواک دي او په ټاکنو کې به د هغه چا څخه ملاتړ وکړي، څوک چې د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي. مونږ دا هم ښکاره وایو چې مونږ له ټولو سیاسي ګوندونو سره هیڅ ډؤل ستونزه نلرو او دا هم ورته وایو، چې نوماندان باید هوښیار ؤاوسي او خبر شي چې حزب اسلامي زمونږ د ستر ولسي ملاتړ پر سر ورسره سودا ونکړي.
درنښت !
۳۰/۸/۹۷
زرداد فریادي
کابل افغانستان))

له دې خبرې ښکاره کېږي چې حزب اسلامي خپل هغه پخوانى ارزښت له لاسه ورکړى دى، او کېداى شي چې لامل يې دا وي چې اوس حزب اسلامي هم يو مېراثي ګوند شو او هغه کسان، چې د حزب اسلامي لپاره يې شپه و ورځ هڅې کولې اوس له ياد ګوند څخه خپه او د نورو ډلو جوړولو په هڅه کې دي.