fbpx

ولسمشر غني: په کابل کې د وروستي برید د ټپیانو پوښتنه وکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام په ایمرجنسي روغتون د میلادالنبي د نمانځې پر مراسمو د تروریستي برید د ټپیانو پوښتنه وکړه.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د یادې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه او وې ویل: د افغانستان په تاریخ کې هیڅ کله هم  په علماو، قران شریف او مولود شریف باندې  داسې بېباکانه او بزدلانه حمله نه ده شوې، د افغانستان دښمنانو زموږ ټول اخلاقي او شرعي حدود مات کړل او د افغانستان پر دودېز سیاست، جوړښت او زموږ پرملي هویت یې برید وکړ چې بې ځوابه به پاتې نشي.

ولسمشر غني د وړمې شپې تروریستي برید مسوولینو ته په اشارې وویل، چاچې انتحار او انفجار دلومړي ځل لپاره دې وطن ته راوړ، د پرونۍ حملې مسوول دی. طالبان یواځې د دې پېښې په غندلو سره خپل ځان له مسوولیته نشي ژغورلی، دوی باید عملا سولې ته کار وکړي ترڅو انسان وژنه، افغان وژنه او مسلمان وژنه پای ته ورسېږي.

غني څرګنده کړه، د انتحار او انفجار ملاتړې ځالې، د روزنې مرکزونه او مالي منابع زموږ په ګاونډې هېواد کې دي او  له نړیوالو دوستانو څخه غواړو چې د دغو ځالو مرکزونه او ملاتړي هېوادونه یا حکومتونه په منطقي توګه په ګوته کړي.

سرچینه زیاته وي چې ښاغلي غني د ډاکټرانو ټیم څخه د قدردانۍ ترڅنګ د ټپیانو د روغتیایي وضعیت د لاښه والي په خاطر هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې او د ایمرجنسي  روغتون له مسوولینو یې وغوښتل چې د ټپیانو په درملنه کې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

یاده دي چې وړمه شپه کابل هوايي ډګر ته نژدې د واده په یوه تالار کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵۵ تنه ووژل او لسګونه کسان ژوبل شول.