fbpx

فراه ولایت کې تصفیوي عملیات پېل شوي

چارواکي وايي په فراه  ولایت کې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات به د طالبانو د ځپلو په موخه دوام ولري.

په فراه کې د ملي اردو قومندان ذکریا میرزا زاده  واېي په  ياد ولایت کې به تر هغه پوځي عملیات دوام ولري چې سیمه په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاکه شي.

د چارواکو په خبره په دې عملیاتو کې د ملي اردو ترڅڼګ، ملي پولیس او د ملي امنیت ځواکونه او د کماڼدو ځواکونو هم برخه لري چې په لیزري او شوبین داره وسلو سمبال، د مخالفینو د ځپلو په موخه دا عملیات پر مخ وړي.

چارواکي زیاته وي، د عملیاتو وروسته به د فراه مرکز ښاري کمربند امنیتي پوستي لا پیاوړې او په ځانکړو وسلو سمباري کړې ترڅو بیا ېې مخالفین د له مینځه وړلو توان ونه لري.

دا عملیات په داسې حال کې پیلیږي چې په دې ورستیو کې وسله والو طالبانو ځانونو د فراه ښار څنډو ته را ورسول.