fbpx

بهسودو او سره رود کې یوشمېر پروژې پیل شوې

چارواکي د ننګرهار ولایت په بهسودو او سره رود ولسوالیو کې د بېلابېلو پروژو د پیلدو خبرورکوي

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې په همغږۍ، د ویلت هنګر هیلت مؤسسې له لوري، په بهسودو او سره رود شیخ مصري ښارګوټې کې د اوبو رسونې، لمریزې برېښنا،استنادي دیوالونو او نورې بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مجیب الرحمن ضیاء وايي: دغه پروژې د یادې موسسې لخوا د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ مالی کال په ترڅ کې بشپړې شوي دي.

د ده په خبره، ددې پروژو څخه د لس میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په لګښت ۸ استنادی دیوالونه، د پنځه میلیونه او درې سوه زره افغانیو په لګښت ۴۵ د څښاک اوبو څاګانې او ۳ د اوبو رسولو سولري شبکي شاملي دي چي په ټولیزه توګه ورڅخه ۲۶۴۰ کورنۍ ګټه اخلي.