fbpx

د ترکیې په اوبو کې ۱۲ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

چارواکي وايي پرون دوه افغان کورنۍ چې له ترکېې څخه د یونان په لوري خوځېدلې وې، کښتۍ یې د ازمیر په اوبو کې غرق شوه.

د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان جنرل قونسل ذکریا بارکزي وايي چې ، د دغو کورنیو له ۱۴ غړیو یوازې دوه تنه یې ترکي مامورینو ژغورلي او ۱۲ نور چې ښځې او ماشومان په ‌کې شامل دي، مړه شوي دي.

هغه د دغو افغانانو د مړینې لامل د انسانانو د قاچاق شبکې ګڼي او په وینا یې د انسانانو د قاچاق شبکې باید ژر تر ژره مالومې شي.

د بارکزي په خبره ، تر اوسه دغه جسدونه نه ‌دي پیژندل شوي چې د افغانستان د کوم ولایت اوسیدونکي به وو، خو چې کله مالومه شوه، هېواد ته د لېږد اقدام به یې وکړي.

د ده په خبره هره میاشت د ترکېې په اوبو کې د پناه غوښتونکو لسګونه کښتۍ ډوبېږي چې په تلف شوېو کې یې افغانان هم شامل وي.