fbpx

لغمان کې له ۷۵ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په لغمان ولایت کې د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو ریاست له لوري له ۷۵ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش لړۍ پیل شوه.

د یاد ولایت نه مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د پنجشنبې په ورځ یادو کورنیو ته دنغدي مرستو د ویش لړۍ د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ په لاسونو وشوه.

خبرپاڼه کاږي داخلي بې ځایه شویو کډوالو کورنیو د نغدي مرستو د ویش پرمهال مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، ولایت مقام ددفتر رییس فرید احمد مارزک او د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو رییس انجینر شاکرالله شاکر هم شتون درلود.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په مرکز او ولسوالیو کې یې له سروې وروسته ۷۵ هغه کورنۍ چې د یو شمېر ستونزو له امله را بې ځایه شوي سروې ترسره کړې او هرې کورنۍ ته (۵۰۰۰)نغدې افغانۍ ورکوي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي چې له نورو داخلي بې ځایه شووی کورنیو سره هم نغدي مرستو سربیره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړي.

سرچینه زیاته وي د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې له ټولو را ستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره لازمې مرستې ترسره کړي.