fbpx

عمران خان د اسلام په اړه معلومات نه لري

په تاریخ کې د حضرت موسی (ع) ذکر شته خو د حضرت عیسی (ع) ذکر په کې نشته.

دا خبرې د پاکستان لومړي وزیرعمران خان په اسلام اباد کې، د رحمت اللعلمین جوړ شوي کانفرانس، د پرانستلو پر وخت وینا پرمهال کړي دي.

په همدې حال کې دیني علماوو د عمران خان دا وینا شرموونکې او د سلام نه په ناپوهانه بللې ده.

دیني علماء وایي چې حضرت عیسی (ع) په قران کریم کې ۲۵ ځلې د عیسی په نامه، ۵۰ ځلې د ابن مریم،۱۱ځلې د مسیح په نامه او په مجموع کې ۱۸۷ ځلې په بېلابېلو نومونو یاد شوی دی.

د دې ترڅنګه په نبوي احادیثو کې هم د حضرت عیسی (ع) ذکر ډېر شوی، او د اوالوالعزم انبیاوو له ډلې بلل کیږي.

یو شمېر تحلیلګران وايي دا لا معلومه نه ده چې عمران خان د حضرت عیسی (ع) په رابطه داسې بیان د قران کریم او نبوي احادیثو په هکله د نه پوهاوي له امله ورکړی او که د امریکا د متحده ایالاتو له خوا یې په پاکستان د پیسو د بندولو له امله د دیني مقدساتو تحریف ته لاس اچولی دی.

تحلیلګران په دې باور دي چې پاکستان له خپلې جوړېدا راهیسې اسلام او مذهب د سیاسي موخو او د خپلو حریفانو په ځانګړې توګه افغانستان او هندوستان د وهلو لپاره کارولي او په دې برخه کې تر ډېره بریالی هم راوتلی دی.‌