fbpx

مسکو له خلیلزاد نه غواړي چې د سولې په دویمې ناسته کې ګډون وکړي

راپورونه وايي چې مسکو یوځل بیا غواړي چې راتلونکې میاشت کې د افغانستان سولې اړوند د یوې بلې غونډې کوربه وي. 

په کابل کې د روسيې سفارت مرستیال البرت خوزیف وايي، دوی هیله لري چې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان سولې لباره د امریکا ځانکړی استازی ډاکټر زلمی خلیل‌زاد هم برخه واخلي

خوزیف په کابل کې د روسيې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله وايي: «فکر کوم لکه چې تاسې هم واورېدل، کابلوف وویل چې هغه مسکو ته د خلیل‌زاد د ورتګ په تمه دی

دا په داسې حال کې ده چې مسکو د تېرې میاشتې (لړم پر اتلسمه) هم د افغانستان سولې اړوند غونډه جوړه کړه، چې پکې د سیمې د لسو هېوادونو د استازو تر څنګ طالبانو هم برخه واخیسته

د روسيې د کړنلارې د څېړنیز مرکز مشر نیکولای فلاتینکوف، د مسکو په تېره ناسته کې د افغان حکومت د نه ګډون یادونه کوي، خو زیاتوي چې د سولې شورا پلاوي د افغانستان یووالی ثابت کړ

فلاتینکوف وړاندې زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو نظر په پام کې نه نیسي، هغه وویل: «امریکا په افغانستان کې د ګاونډیانو نظرونه په پام کې نه نیسي، په داسې حال کې چې مسکو ناسته کې نږدې یوولسو هېوادونو ګډون کړی و، خو د افغانستان حکومت مشخص استازی نه درلود

مسکو ناسته کې طالب پلاوي په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د سیمې د هېوادونو لپاره هم اندېښمنوونکی یاد کړ، خو د سولې شورا غړی عطا‌ءالله سلیم وايي: «مشخص يې د هېوادونو نومونه واخیستل، چې دا هېوادونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اړوند اندېښنې لري، خو بهرنیان همالته حاضر و، که یې احیاناً اندېښنې لرلې خو ویلي به يې و

بلخوا  ارګ د مسکو د دویمې غونډې اړوند څه نه دي ويلي، خو د سولې شورا دې غړي وویل، چې د دوی له ادرسه به څوک هلته ګډون ونه کړي

د سولې عالي شورا پلاوي اړوند د مسکو تېره ناسته کې هم نیوکې موجودې وي او دریځ  يې ګونګ او له کمزوري دریځه یادېده، د مشرانو جرګې غړي، غیرت بهیر وویل، د طالبانو دریځ غوڅ او له قوي موقفه و، خو د سولې شورا پلاوی هغسې نه و.

کابل کې د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز کې په همدې مناسبت غونډه کې له روسي استازو له طالبانو سره د مرستې اړوند هم پوښتنې وشوې، چې د روسي سفیر مرستیال يې رد وکړ

هغه وویل: «روسیه له طالبانو سره نه مالي او نه او وسله‌واله مرسته کوي

دا په داسې حال کې دی چې د ارګ د مشورتي بورډ د جوړېدو د هڅو تر څنګ د سولې عالي شورا هم د یو پلاوي د جوړولو د هڅو خبر ورکوي