fbpx

پاکستان: بلوچ بېلتونپالو پر چينايي سفارت بريد کړى

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر چينايي سفارت بريد شوى دى، ويل کېږي چې تر دې دمه په کې دوه پوليس هلاک او يو ټپي شوی دی.

د بلوڅ خپلواکۍ پوځ په نوم د بلوڅ بېلتونپالو یوه ډله وايي، دا برید دوی کړی دی.

پاکستاني رسنۍ راپورونه ورکوي، چې  په سفارت کې دننه څو چاودنې شوي او هممهاله ورسره ډزې هم روانې دي. دوى وايي چې څلور کسانو هڅه کوله چې د چين سفارت ته ننوځي، خو دوى ډېر دننه نه دي تللي او په سفارت کې ټول چينايان خوندي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې درې تنه بريدګر يې وژلي دي، چې له يو سره د ځانمرګي بريد واسکټ او نور لاسي بمونه هم ول.

په ټولنيزو رسنيو خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې بريد ډېر خطرناک و، ځکه له سفارت څخه د ډزو او چاودنو غږونه پورته کېږي او لوګي ترې خېژي، خو پاکستاني رسنۍ وايي چې ډېر زيان يې نه دى اړولى.بلوچ بېلتونپال

د بلوڅ خپلواک پوځ په نوم بېلتونپالې ډلې ویاند جیهاند بلوڅ له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې دا برید دوی کړی دی.

هغه ویلي چې دغه برید کې د دوی درې ځانمرګو برخه درلوده.

نوموړي وویل، دا برید چین ته خبرداری و "چې زموږ پر ځمکه د ولکې کولو لاس واخلي، که نه راتلونکي کې به له داسې درنو مسلو سره مخ شي".

له دې مخکې هم بلوڅ بېلتونپالو د پاک- چین اقتصادي پروژې اړوند کسانو بریدونه کړي. دي.

خو د سږ کال لومړیو کې پاکستان کې د چین سفیر یاو ژینګ بي بي سي ته وویل، بلوچستان کې بوخت بلوڅ مزاحمتي غورځنګ اوس نه پاکستان، نه چین او نه هم سي پک ته خطر دی.

د هغه په خبره، د پخوا پرتله اوس پاکستان کې امن ښه شوی دی.

پاکستان تر دې مهاله پورې د ياد بريد په تړاو څه نه دي ويلي چې چا کړى، خو د بلوچ بېلتونپالو يوې ډلې (بلوچ ليبريشن آرمي) په ټويټر يو انځور خپور کړى دى، چې درې تنه پکې ښکاري او ورته ليکل شوي دي، چې په چينايي سفارت دې درې فدايانو بريد کړى دى.