fbpx

د جاغوري او مالستان له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته کېږي

د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د جاغوري او مالستان له بېځایه شویو کورنیو سره به مرسته وشي.

ولسمشر غني د جاغوري او مالستان اوسېدونکو له یوشمېر له استازو سره د لیدني پرمهال ټینګار وکړ چې له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره يې امر کړی او دا پروسه په شفافیت سره ترسره شي. 

ښاغلي غني وویل: «ما دستور ورکړی چې د جاغوري او مالستان له هر بې ځایه شوي سره دي مشخصې پیسې مرسته وشي او یو روڼ سیستم دې وي چې دا مرستې سمې ورسوي

همدا راز ولسمشرغني په کابل کې د تېرې شپې د پېښې په تړاو هم د طالبانو غندنه کافي ونه بلل، بلکې پر هغوی يې غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي

هغه وویل: «که د اوربند نښه مو راکړه، افغانستان به يې هرکلی وکړي، کنه هیڅ افغان حاضر نه دی چې د بل افغان تر بوټو لاندې ژوند وکړي

یاده دې وي چې تازه د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې روان کال کې د جګړو، وچکالۍ او نورو عواملو له امله نږدې ۲۹۰زره تنه بې ځایه شوي دي