fbpx

پاکستان غواړي منظور پښتين او د هغه ملګري ووژني

پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د له منځه وړلو لپاره يوه بله نوې دسيسه جوړه کړې ده. پاکستان اوس غواړي چې په څه چل د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران په خپل منځ کې سره وران وکړي او بيا يې ووژني.

خو چون دا کار کېدونکى نه دى، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دې په خپل منځ کې سره وران شي، نو اوس د پاکستان پوځ، استخبارات او حکومت په دې هڅه کې دى، چې په خلکو کې داسې تشويش او ويره خپره کړي، چې ګني د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مشران خرڅ شوي دي، يا د دوى ترمنځ بېلتون راغلى دى او ځينې خلک هڅه کوي چې دوى ووژني، تر څو بيا وروسته پاکستان په خپله دغه کار ترسره کړي او خلک همداسې غلي وساتي.

دا هم ولولئ:

پاکستان کې ورور له خور سره واده کړى

پاکستان پښتانه له افغان ميډيا منع کوي

پاکستان ولې ډېورنډ کرښه توده ساتي؟

اوس د خېبر  پښتونخوا د پوليسو د مشر له خوا يوه اعلاميه په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده، کومه چې يې نوموړي د خېبر پښتونخوا ټولو پوليس تاڼو ته لېږلې ده، چې پکې ويل شوي دي چې ځينې خلک هڅه کوي چې منظور پښتين او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران ووژني. په همدې اعلاميه کې دا خبره هم راغلې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو ترمنځ بېلتون راغلى او ځينې مشران يې هېواد دښمن خلکو اخيستي دي.

په اعلاميه کې د طاهر داوړ د وژنې په اړه هم ويل شوي دي، چې دا هم دښمنانو د دې لپاره وژلى دى، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان او پوځ پر ضد کړي، خو ياده دې وي چې طاهر داوړ له اسلام اباد څخه تښتول شوى و او د ډېورنډ کرښې په داسې برخه رااړول شوى و، چې هلته د پاکستان پوځ نه پرته بل څوک نه شي تللى.اعلاميه

منظور پښتين او محسن داوړ همدا راز ويلي و، چې طاهر داوړ پاکستان وژلى دى او دوى به د پاکستان له پوځ، استخباراتو او حکومت څخه د دې پوښتنه کوي.

خو د پاکستان پوځ، استخباراتو او حکومت چې هر څومره دسيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد جوړې کړې، تراوسه پورې ټولې ناکامه شوي دي، وروستۍ دسيسه يې د طاهر داوړ وژنه وه، چې د ډېورنډ کرښې دواړه خواوو ته پرتو پښتنو دا دسيسه ورناکامه که او اوس پاکستان دا هڅه کوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د وژلو دسيسه جوړه کړي، خو که پاکستان داسې څه تېروتنه وکړه، نو پاکستان به لکه د ١٩٧١ کال د حالاتو سره مخ شي، چې بنګله دېش ترې خپلواکي ترلاسه کړې وه.