fbpx

افغانستان کې له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٥ لارې

ليکوال : رحمت ديوان

د انټرنېټ په دې پېړۍ کې هم موږ په افغانستان کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ يو، په ځانګړې توګه د انټرنېټ په برخه کې ډېرى شرکتونه يا وېبپاڼې په افغانستان کې خپل خدمات نه وړاندې کوي، يا که له افغانستان څخه څوک هڅه وکړي، چې په دغه وېبپاڼو کې کار وکړي، يا پکې ځان ته حساب پرانيزي، نو دا کار نه کېږي.

بلخوا په افغانستان کې ډېرى ځوانان انټرنېټ يوازې د وخت تېري لپاره کاروي، هم پېسې مصرفوي، هم وخت بېځايه مصرفوي، خو که دوى يو څه هڅه وکړي، نو کولاى شي چې د بېځايه انټرنېټ کارولو پر ځاى دوى له انټرنېټ څخه پېسې وګټي، موږ که څه هم ډېر مشکلات لرو، خو له افغانستان څخه ځينې لارې شته، چې موږ کولاى شو انلاين کار وکړو او پېسې ترلاسه کړو.

په لنډ ډول به دلته د څو لارو يادونه وکړم، چې تاسې په اسانۍ سره په دغه ځايونو کې کار کولاى شئ او پېسې ترلاسه کولاى شئ.

١-: يوټيوب

که له افغانستان څخه کار کوئ، نو ستاسې لپاره يوټيوب يو تر ټولو ښه ځاى دى. دلته په ميليونونو کسان کار کوي او هره مياشت ښې پېسې ترلاسه کوي. د دې لپاره تاسې ته لازمه ده، چې د ويډيو جوړونې په چل باندې لږ و ډېر ځان پوه کړئ، خپلې ويډيوګانې جوړې کړئ او يوټيوب ته يې واچوئ، په خپلو ويډيوګانو مو د ګوګل اېډسنس اعلانونه ولګوئ او له دې لارې پېسې ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ:

د افغانستان نړيوال بانک دې زموږ د کار مخه نه نيسي

بانکونه دې په انټرنېټ د کار کوونکو ځوانانو مخه نه نيسي

په افغانستان کې انلاين کار او د بانکونو ستونزې

٢-: بلاګ

که په انګليسي کې تکړه ياست او کولاى شئ په يوه ځانګړې موضوع ليکل وکولاى شئ، نو ستاسې لپاره بيا د بلاګنګ لاره ډېره ښه ده. په ګوګل کې سرچ وکړئ، د بلاګ جوړونې په اړه باندې لږ و ډېر معلومات ترلاسه کړئ، د بلاګ جوړونې لپاره بيا بلاګر تر ټولو ښه ځاى دى، خپل بلاګ په يوه موضوع جوړ کړئ او د هغې اړوند ليکنې پکې خپروئ، د ګوګل اېډسنس اعلانونه پرې ولګوئ او څومره چې ډېر کسان ستاسې بلاګ ګوري، همدومره زياتې پېسې به ترلاسه کوئ.

خو د بلاګ په اړه لږ و ډېر معلومات ستاسې لپاره لازم دي، چې په ګوګل کې يې ترلاسه کولاى شئ، همدا راز SEO ته هم لږ و ډېر اړتيا شته.

٣-: وېبپاڼه

وېبپاڼه او بلاګ بيا يو شى دى، خو بلاګ وړيا دى او د وېبپاڼې لپاره به تاسې ډومېن نوم او هوسټنګ اخلئ. نو کولاى شئ چې وېبپاڼه هم ځان ته جوړه کړئ او له دغه لارې پېسې وګټئ. نه يواځې ګوګل اېډسنس، بلکې نور ډېر شرکتونه هم شته چې د بلاګ يا وېبپاڼې لپاره اعلانونه ورکوي، خو د افغانستان په څېر هېواد کې به يې تر ټولو ښه ګوګل اېډسنس دى، لامل يې دا دى چې په اسانۍ يې ترلاسه کولاى شئ او پېسې يې افغانستان ته راځي.

٤-: فريلانس

په انټرنېټ کې يو شمېر وېبپاڼې شته، چې تاسې پکې فريلانس کار کولاى شئ، هره وړتيا چې لرئ، په دغه وېبپاڼو کې ځان ته اکاونټونه جوړ کړئ، د خلکو کارونه وکړئ او په بدل کې يې پېسې ترلاسه کړئ. په دې برخه کې تر ټولو ښې وېبپاڼې يې UpWork.com، Fiverr.com او Freelancer.com دي، چې تاسې پکې فريلانس کار کولاى شئ.

٥-: انسټنټ آرټيکلز

که غواړئ چې پښتو وېبپاڼه جوړه کړئ او پېسې پرې وګټئ، نو ستاسو لپاره بيا انسټنټ آرټيکلز ښه لاره ده. ځکه پښتو وېبپاڼو ته نور څوک اعلان نه ورکوي، نو له دې لارې تاسې کولاى شئ چې خپله وېبپاڼه مو د خپلې فېسبوکپاڼې سره وصل کړئ او له دغه لارې ښې پېسې ترلاسه کړئ.

همدا راز نورې ډېرې لارې هم شته چې د افغانستان نه خلک کولاى شي چې پېسې پکې وګټي، خو هر ځاى چې کار کوئ، بايد تر هر څه د مخه دې ته پام وکړئ، چې د پېمنټ مېتوډز يې څه دي، يعنې افغانستان کې يې پېسې ترلاسه کولاى شئ او که نه.

دا هم ولولئ:

ولې زموږ خلک په (انلاين پېسو ګټلو) باور نه کوي؟

له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې کتاب مې ولې وليکه؟

د انلاين کار کولو ځينې ستونزې