په چین کې يو شخص په تېرو لسو کالو کې د زکام (۳۰) زره تابلېت خوړلي

په چين کې د (چانګسا) سيمې اوسېدونکي چې په ټولنيزو رسنيو او خبرونو کې پرې ډېر بحثونه کېږي، له تېرو لسو کالو راهيسې زکام دی او په دغې موده کې يې د زکام (۳۰) زره ګولۍ خوړلې دي.

په ټولنيزو رسنيو کې په يوه خپره شوې ويډيو کې ويل کېږي چې د (وانګ) په نوم يو شخص لس کاله وړاندې د سر درد لپاره د زکام ګولۍ خوړلې وې، چې مثبته اغېزه يې پرې کړې وه، له دغې شېبې څخه وروسته په تېرو لسو کالو کې چې هر وخت  (وانګ) ناروغه کېږي، نو نوموړی همغه ګولۍ خوري.

د وخت په تېرېدو نوموړی پر دغو ګوليو روږدی شو، يو وخت داسې راغی چې هغه په عادي حالت کې د ورځې په اوږدو کې د نورمال اوسېدو لپاره له (۸) څخه تر (۱۲) پورې ګولۍ خوړلې.

اوس (وانګ) دغه موضوع له ډاکټرانو سره شريکه کړې، چې ډاکټرانو د ګوليو د تشخيص څخه وروسته ويلي چې په يادو ګوليو کې (کيفين) په زياته اندازه ليدل کېږي، نو که د ډېرو ورځو لپاره وکارول شي، انسان د نيکوټين او الکولو په څېره نشه کوي.

په يوه ويډيو کې (وانګ) ويلي دي چې نوموړي تر اوسه (۳۰) زره ګولۍ کارولې دي، خو غواړي چې اوس د دغو درملو کارول بند کړي.

ډاکټران وايي چې د ټولو درملو کارولو څخه مخکې بايد له ډاکټرانو سره مشوره وکړای شي، ځکه د يو درمل د بار بار کارولو له امله کېدای شي انسان پر همغو درملو روږدی شي.