fbpx

افراسیاب خټک د پښتنو په یوالي ټینګار کوي

افراسیاب خټک  وايي چې یوازې د پښتنو یووالی کولی شي د اوسنیو روانو خونړیو پېښو مخه ونیسي.

ښاغلي خټک د اورکزیو د نننۍ پېښې په غبرګون کې ویلي، چې په لر او بر کې پر پښتنو خونړي بریدونه روان دي.

نومړي د پښتنو د ژغورلو یوازینۍ لار دا ده، چې سره یو ځای شي، متحد شي او د دښمن پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

 افراسیاب خټک وايي، د مګړی په لر او بر کې چې څومره خونړۍ پېښې کېږي ټولې د پښتنو په سیمو کې کېږي او ددې اړتیا ده، چې پښتانه ددغه خونړیو پېښو په مخنیوي د یو بل تر څنګ ودرېږي.

د ده په خبره روانه جګړه پر پښتنو تپل شوې ده او تر هغه وخته به نه تم کېږي چې پښتانه یې پر وړاندې په ګډه مبارزه و نه کړي.

د راپورونو له مخې نن د اورکزیو په کلایا سیمه کې په یوه بازار چاودنه شوې، چې په کې ۲۵ کسه وژل شوي او تر څلوېښتو پورې نور ټپیان دي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.