fbpx

راجپوتيانو وبايلله او پښتنو وګټله

د لس اوريزه ليګ پر درېيمه ورځ لومړنۍ سيالي د راجپوت او پښتون لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې راجپوت لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د درې لوبغاړو په سوځېدو يې ټولې (۱۲۰) منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد چې په تېره سيالۍ کې يې نه هېرېدونکې توپوهنه کړې وه، په نننۍ سيالۍ کې يې يوازې يوه شپږيزه ووهله او وسوځېد. دا وار لوبډلمشر مککالم د خپلې لوبډلې لپاره په زړه پورې توپوهنه وکړه، نوموړي په (۲۹) توپونو (۵۸) منډې جوړې کړې.

د پښتون لوبډلې له لوري محمد عرفان، سهيل خان او شاهد افريدي يو- يو لوبغاړی وسوځاوه.

پښتون لوبډلې ياد هدف ته د يو لوبغاړي په سوځېدو ځان ورساوه، ډېلپورټ (۲۲)، فلېچر (۶۸) ناسوځېدلې او شفيق الله شفق (۲۹) ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

دې دواړو لوبډلو دوه – دوه سيالۍ ترسره کړي، چې دواړو يې يوه- يوه ګټلې ده.

Loading...