fbpx

ټاکنو کميسيون د پنځو ولايتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې

د ټاکنو کميسيون د پنځو ولايتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، د ټاکنو خپلواک کميسيون رييس ډاکتر عبدالبدیع صیاد د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د پنځو ولايتونو د هغو نوماندانو نومونه چې ډېرې رايې يې اخيستې دي له رسنيو سره شريک کړل.

د پنځو ولايتونو (دايکندي، فراه، ارزګان، جوزجان او باميان) نوماندان چې ډېرې رايې يې اخيستې دي په لاندې ډول دي:

دايکندي:

1- سید محمد داوود ناصری، (13055) رایې

2- ریحانه آزاد، (12680) رایې

3- علی اکبر جمشیدی (10490) رایې

4- شیرین محسنی، (10480) رایې

فراه:

1- همایون شهید زاده، (2404) رایې

2- عبدالستار حسینی، (1879) رایې

3- عبدالنصیر فراهی، (1658) رایې

4- عبدالجلیل بختور، (1483) رایې

5- بلقیس روشن (1104) رایې

ارزگان:

1- بسم الله جان محمد (1413) رایې

2- قدرت الله رحمیی، (1375) رایې

3- انوشه بارکزی، (737) رایې

جوزجان:

1- حاجی باتور دوستم، (19768) رایې

2- بکتاش ایشچی، (6792) رایې

3- محمد کریم جوزجانی، (4140) رایې

4- عزیزالله الفتی، (3349) رایې

5- حلیمه صدف کریمی، (1134) رایې

باميان:

1- رحیم علی یار، (10529) رایې

2- ظهیرالدین جان آقا، (9945) رایې

3- سید محمد جمال بهشتی فکوری، (9021) رايې

4- نیکبخت فهیمی، (6167) رایې

د کمیسیون مشرتابه زیاته کړه، خلک کولای شي د یادو ولایتونو لومړنۍ پایلې د کمېسیون د ویبپاڼې څخه نن شپه تر لاسه کړي.
نوموړي وویل، دا لومړنۍ پایلې دي او خلک کولای شي په (۴۸) ساعتونو کې اعتراض او شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې ثبت کړي.