fbpx

وچکالۍ او فقریوه مور د خپلي لور خرڅلاوی ته مجبوره کړه

په بادغیس ولایت کې یوه کورنۍ دې ته اړ شوي چې خپله یو کلنه لور چې عاقله نومیږي د ۱۴۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې خرڅه کړي.

د دغې ماشومي مور چې مامرینه نومیږي، د خبریال ویب پآڼي همکار ته وویل دا به په دغو پیسو خپل نور ماشومان لوی کړي کوم چې د اتو او دریو کلونو تر منځ عمرونه لري.

دغه میرمن کونډه ده او میړه يي اته میاشتي دمخه د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره چې د لور اخیستونکی یی هم یو فقیر سړی دی چې یو زوی لري او د اوس لپاره یي ۹۸ ډالر د پیشکۍ په ډول ورکړي تر څو دغه ماشومه چې ناروغه ده پرې یې د مور له لوري درملنه وشي.

دغه کورنۍ د بادغیس په ولایت کې ژوند کوي.

د دغې ماشومي مور خبریال ویب پآڼي ته وویل چې دا بله چاره نه لري ځکه په دغو پیسو به خپلو پاتي ژوندو ماشومانو ته ډودي او نور خوراکي توکي او د ژمي تودې جامي واخلي .

دغې مور چې مامرینه نومیږي وویل : دغه دری کلنه ماشومه لور مي نه پوهیږي چې د څه لپآره یي خرڅوم، خو دا زما د زړه ټوټه ده او دا یوه انسان ته اسانه کار نه دی چې خپل اولاد د تل لپآره له ځانه جلا او په بل چا وپلوري)).

ویل کیږي چې بادغیس ولایت کې له اولسو کلونو راهیسي په کافي اندازه واوره او باران نه دی شوی نو ځکه ډیري کروندي وچي شوي دي.

د ملګرو ملتونو وړاندویني ښيي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دوه ملیونه انسانان د وچکالی له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

نوټ: د خبریال ویب پآڼه کولای شي هغه کسان چې غواړي له دغې کورنۍ سره مرسته وکړي له هغوي سره وصل کړي او ورته معلومات ورکړي.

د اړیکو لپآره په دې ایمیل ایمیل استولای شي.

mirwais@ajf.sg