fbpx

طالبان غواړي افغان دولت مایوسه او له امریکایانو سره معامله وکړي

رپوټونه کاږي چې وسله وال  طالبان غواړي افغان دولت مایوسه او څنډي ته کړي او پر ځای یي له امریکايي دیپلوماتانو او هغو بهر میشتو څيرو سره یوې روغي ته ورسیږي کوم چې د افغانستان په قضایاوو کې پوره دخیل دي.

د طالبانو یو شمیر کلیدي کوماندانانو په تیرو څو اونیو کې د افغانستان لپآره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او یو شمیر نورو بهرنیو دیپلوماتانو سره په دوحه، ابوظابي، افغانستان او یو شمیر نورو سیمو کې خبري کړي دي.

د دغو خبرو اترو له پیل سره د طالبانو بریدونو هم زور اخیستی او تر ډيره بریده یي افغان ځواکونه تر فشار لاندي راوستي دي.

د دغو پټو او ښکاره لیدو کتو له پیلیدو راهیسي نږدې دری سوه افغان سرتیري شهیدان شوي او په لسګونو نور زخمیان دي.

که څه هم افغان دولت ته په دغو خبرو کې چندان رول نه دی ورکړل شوی خو اوس انګیرل کیږي چې طالبان نه غواړي له افغان دولت سره خبرو ته کښیني ځکه هغوي په دې هڅه کې دي چې له امریکایانو سره خبري وکړي نه له افغان دولت سره .

د پوځي چارو دیپلوماتانو نظر دا دی چې پر افغان ملي ځواکونو د طالبانو وروستي بریدونه په دې مانا دي چې افغان دولت سره طالبان هیڅ راز د سولي اراده نه لري او له همدې امله دوي یوازي له امریکې او مقتدرو نړیوالو شریکانو سره سوله کوي.

د پوځي چارو متخصص او متقاعد بریټانوی جنرال براین کراکر وایي: کله چې په ۲۰۱۳ کال کې حامد کرزي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له جوړیدو سره مخالفت وکړ طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه شدید کړل او ډیر ځانمرګي بریدونه یي هم تر سره کړل.

د هغه پر وینا د افغان دولت اوسنی اراده چې غواړي د سولي پر سر د خبرو مشري پر خپله غاړه واخلي همغه وخت ته ورته یو اقدام دی.

هغه مهال هم طالبان په خشم ول او اوس هم په خشم دي.

اشرف غني احمدزی او نږدې کړۍ یي په قطعي توګه د هغي روغي سره اړخ نه لګوي چې دوي پکې رول و نه لري او ترینه نظر وانخیستل شي.

افغان عالي رتبه دولتي چارواکي له یوه سره له طالبانو سره د امریکې د مخامخ او د دوي له شتون پرته خبرو مخالفت کوي او وايي چې په کلکه به له طالبانو سره وجنګیږي او داسي یو جوجاړي به هیڅ مانا و نه لري.

د افغان دولت د مشرانو یوه خوله دریځ طالبانو ته دا پيغام ورکړی چې د دوي له اردادې او خوښي پرته حتی لوی ځواکونه هم نه شي کولای چې پر دوي خپل فکر وتپي او د رواني جګړې د خطمیدو په برخه کې د طالبانو د سولي پلان عملي شي.

میرویس جلالزی