fbpx

دوستم ترکیې ته له تلو راګرځول شوی

د روسیې رسنۍ خبر ورکوي چې پرون د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم چې  د درملنې لپاره یې ترکیې ته سفر کاوه، له تلو راګرځول شوی دی.

سپوتنیک خبري اژانس د راپورو له مخې جنرال دوستم غوښتل چې ترکیې ته لاړ شي خو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې پولیسو ورڅخه پاسپورت واخیست او ورته ویې ویل چې د ده پر سفر بندیز دی.

سپوتینک جنرال دوستم ته د نژدې سرچینو په قول ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال له هوايي ډګر څخه بېرته خپل کور ته ستون شو خو په دې پوی نه شو چې ولې د ده پر سفر بندیز لګول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم او حکومت تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

Loading...