fbpx

د دوستم د ممنوع الخروج کېدو راپور رد شو

د ولسمشرۍ لومړي مرستیال ته نېږدې سرچینې وايي، له هېواده د جنرال عبدالرشید دوستم د ممنوع الخروج کېدو راپورونه دروغ او آوازې دي.

پرون جمعه داسې ادعاوې وشوې، چې ګڼې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال جنرال دوستم ممنوع الخروج اعلان شوی.

په خواله رسنیو کې راغلي و، جنرال دوستم  چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه و، غوښتل ترکیې ته د درملنې په موخه ولاړ شي، خو د کابل په هوايي ډګر کې د پولیسو له خوا درول شوی او اجازه نه ده ورکړل شوې، چې بهر ته ولاړ شي.

خو جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کسانو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او داسې هسې آوازې بللې دي.

د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیراحمد تینج ویلي، هغه آوازې چې د ښاغلي دوستم په اړه خورې شوې بې اساسه دي.

د دوستم د بیا ځلې ممنوع الخروج کېدو آوازې پر داسې مهال خپرېږي، چې هغه نېږدې یو نیم کال وړاندې ترکیې ته تللی و خو څه موده بیا هېواد ته د بېرته راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.