fbpx

د ملي امنیت او طالبانو تر منځ نښته شوې

بادغیس ولایت کې د ملي امنیت او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې مرګ ژوبله نه لري، خو تر نښتې وروسته د طالبانو په برید کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړي ناصر نظري رسنیو ته وویل، دغه نښته نن سهار وختي د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نور او قادس ولسوالۍ تر منځ د قرچغي په سیمه کې شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې د ملي امنیت یو کاروان د طالبانو په کمین کېوت چې ورسره نښته پیل شوه خو دواړو لورو مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دی وايي، تر دغه نښتې وروسته طالبانو په یوه مسافر وړونکي موټر ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي او مرکز قلعه نو ملکي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه  کوم غبرګون نه دی ښودلی.