په عربي اماراتو کې يوې ښځې پر پاکستانيانو د انسان غوښه خوړلې

په متحده عربي اماراتو کې يوې ښځې خپل (هلک ملګری) وژلی او بيا يې د هغه تر ټوټې ټوټې کولو وروسته له وريجو سره پوخ کړی او خپل کور ته نږدې پر پاکستاني کارکوونکو يې خوړلی.

د (ايسوسييټډ پريس) په حواله د دې حيرانوونکې پېښې بشپړ جزيات د عربي امارتو په (دي نيشنل) ورځپانې خپاره کړي، ياده مېرمن چې د (مراکش) څخه ده او (۳۰) کاله عمر لري، د عربي امارتو په (العين ښار کې اوسېده، کله چې هلک له يوې بلې جلۍ سره د واده کولو پرېکړه کړې، نو دې ښځې خپل ملګري سره دغه ډول عمل کړی دی.

د راپورونو له مخې دا پېښه څو مياشتې وړاندې شوې، خو کله چې د قتل شوي هلک ورور په دغه کور کې د (جسد) د پيدا کولو پلټنه کوله، نو د غوښې په ميده کوونکي ماشين کې يې د انسان يو غاښ پیدا کړی دی، چې له دغې وروسته ياده پېښه بيا رسنيزه شوه.

د (ډي اين ای) له معايناتو څخه وروسته په ډاګه شوه چې دغه غاښ د همغه وژل شوي شخص دی، چې وروسته بيا يادې مېرمن پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

ښځې په خپل اعتراف کې ويلي چې يو ملګري ورسره د جسد په ورکولو کې مرسته کړې، خو د جسد يوه برخه غوښه يې ټوټه کړې  او تر پخولو وروسته يې پر پاکستاني کارکوونکو خوړلې ده.

يادې مېرمنې ويلي چې هلک ورسره بې وفايي کړې، ځکه يې دا ډول بدله ترې اخيستې، هغې زياته کړې چې له (۷) کالو راهيسې يې د وژل شوي شخص مالي ملاتړ کاوه.

دغه مېرمن اوس روغتون ته وړل شوې، تر څو د هغې د ذهني توازن معاينات ترسره کړي.