fbpx

یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې په کندهار ولایت کې د ملي اردو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، چې په کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چورلکې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي، د ملي اردو دې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله ناسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوې.