fbpx

د کابل د علماوو شورا رییس ووژل شو

د کابل د علماوو شورا رییس مولوي عبدالبصیر حقاني پلازمېنه کابل کې د نامعلومه وسله والو کسانو په غلکچي برید کې ووژل شو.

راپورونه وايي، مولوي حقاني نن مازیګر مهال د پلازمېنې کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د چهلستون په سیمه کې وژل شوی دی.

د کابل د علماوو شورا مرستیال صدیقي هم د مولوي عبدالبصیر حقاني د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، مولوي حقاني د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی.

تر اوسه امنیتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم تر دې دمه د پېښې مسؤولیت چا پر غاړه اخیستی دی.

مولوي عبدالبصیر حقاني یو له هغه زړورو دیني عالمانو و، چې تل یې پر ترهګرو ډلو او په ځانګړي ډول د پاکستان پر څارګرې ادارې سختې نیوکې کولې او په وار وار یې په افغانستان کې شوې حملې په کلکو ټکو غندلې.