fbpx

ولسي جرګه به یو شمېر وزیران استیضاح کړي

وکیلان وايي، له ولسمشر محمد اشرف غني به غواړيي چې د یو شمېر ادارو چاراوکي چې د بودیجې په برخه کې یې ناغیړي او ناقانوني کړي له دندو ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

د ولسي جرګې د بودیجې او مالي چارو کمېسیون د (۱۳۹۶) کال مالي قطعیه د بحث او رايې اچونې په موخه جرګې ته وړاندې کړه، وکیلانو پر دې پرېکړه وکړه، چې له (۷۰) سلنه د کمې بودیجې مصرف کوونکي وزیران او ادارو مسولین به جرګې ته استیضاح کوي.

وکیلان وايي، له ولسمشر محمد اشرف غني به غواړيي چې د یو شمېر ادارو چاراوکي چې د بودیجې په برخه کې یې ناغیړي او ناقانوني کړي له دندو ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري

د جرګې غړو پر دې هم سلا سره وکړه، چې هغه وزیران او ادارو مسولین به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني، چې په بودیجه کې يې له قانون څخه تخطي کړې وي.

په پای کې د (۱۳۹۶) مالي کال پر قطعیه هم رای ګیري وشوه، چې قطعیه په اکثریت رایو سره د وکیلانو له لوري رد شوه.

د وړم (۱۳۹۶) مالي کال بودیجه، چې (۲۷۵) میلیارد افغانۍ يې عادي او (۱۵۲) يې پراختیايي جوړوي په مجموعه کې (۶۷) سلنه په مصرف رسېدلي، هغه وزارتونه او ادارې، چې له (۷۰) سلنه لوړه بودیجه يې مصرف کړې شمېر يې (۲۴) او هغه، چې کمه يې لګولې (۲۹) دي.